قندوز کښې د سړک غاړې نصب کښې شوې بمې چاؤدنه کښې پينځلس تنان په حق رسيدلې

قندوز کښې د سړک غاړې نصب کښې شوې بمې چاؤدنه کښې پينځلس تنان په حق رسيدلې

د افغانستان شمالې صوبے قندوز کښې د سړک غاړې نصب کښې شوې بمې چاؤدنه شوې، پيښه کښې اتا ماشومان او شپږ زنانؤ پشمول پينځلس تنان په حق رسيدلې دي
بهر ملکۍ خبري ادارے ترمخه د افغانستان قندوز ولايت کښې د سړک په غاړه نصب بم سره د مسافرو ګاډي جنګيدلې دي، دغه بمې چاؤدنه کښې اتا ماشومان او شپږ زنانؤ پشمول پينځلس تنان په حق رسيدلې دي
د قندوز ضلع انتظامې مشر محب الله سيدې وائې چې دغه پيښه د ضلع مرکزې شاهراه باندې مخې ته راغلې ده
هغه وائې چې د واده دستورې کښې شرکت نه پس خلک واپس کورونو ته روان وو چې د بده مرغه د هغوې ګاډې د سړک په غاړه نصب بم سره اوجنګيدو
صوبائې ګورنر عبدالجبار نعيمې خبريالانو ته وئيلې چې دغه سيمه د طالبانو کنټرول کنټرول کښې او د دے چاؤدنې ذمه وار هم د طالبان دې