قومي احتساب بيورو ته د نواز شريف خلاف يو بله مقدمه کښې د تفتيش اجازت ميلاؤ شويدي

0
24

قومي احتساب بيورو ته د نواز شريف خلاف يو بله مقدمه کښې د تفتيش اجازت ميلاؤ شويدي ، د پنډۍ احتساب عدالت دري ديرش قميتي سرکاري بلټ پروف ګاډي اخيستو په حواله کيس نيب ته د پخواني وزير اعظم نواز شريف نه تفتيش کولو اجازت ورکړيدي
د نيب تفتيشي ټيم به د پخواني وزيراعظم نه کوټ لکهپت جيل کښې تفتيش کوي ، په دي معامله د نيب وينا ده چې د کال دوه زره شپاړسم دوران سارک کانفرنس کښې شرکت کونکي ميلمنو دپاره د جرمني نه څلور ديرش بلټ پروف ګاډي اخيستي شوي وو په کوم چې ډيوټي نه وه ورکړې شوي،د بلټ پروف ګاډو غير قانوني استعمال په معامله د نواز شريف خلاف د نيب انکوائري جاري ده
د نيب مطابق څلور ديرش بلټ پروف ګاډو کښې شل ګاډي نواز شريف په خپله قافله کښې شامل کړې وو کوم چې بيا ورستو د نواز شريف سره سره د مريم نواز په ذاتي استعمال کښې پاتي شوي
د نيب مطابق بلټ پروف ګاډو انکوائرۍ کښې د شاهد خاقان عباسي بيان قلمبند کړې شويدي او دي نه علاوه په دغه کيس کښې د فواد حسن فواد او پخواني سيکريټري خارجه نه تفتيش شوي