قومي اسمبلۍ اجلاس کښې اپوزیشن او حکومتي غړو ترمنځه سخته بيان بازى شوي

قومي اسمبلۍ اجلاس کښې اپوزیشن او حکومتي غړو ترمنځه سخته بيان بازى شوي

قومي اسمبلۍ اجلاس ډپټي اسپیکر قاسم سورى په مشرۍ کښې شوې اجلاس کښې اپوزیشن او حکومتي غړو ترمنځه يو بل باندې سخته بيان بازى شوي،مراد سعید ته مائيک ورکولو باندې اپوزیشن واک آوټ کړي او کورم نه پورى کيدو په واجه ډپټي سپيکر اجلاس زيارت ورځې غرمې يولس بجې پورې ملتوي کړي
قومي اسمبلۍ اجلاس شورو کيدو سره ړومبۍ صحافيانو دا صافي مطيع الله جان اغوا کيدو په اړه اختجاج وکړو او پريس ګليرى نه ئي واک آؤټ کړي، اجلاس کښې اپوزیشن غړو په حکومت او نيب باندې سخت ټاکونه کړي دي، اپوزیشن د خواجه سعد رفیق متعلق سپریم کورټ فيصلې ستائينه کړي او وائيلۍ دى چې اوس خو ثابت شوي چې حکومت او نيب سره ملو دي،
اپوزیشن ته پوائنٹ آف آرڈر باندې موقع نه ورکولو په حواله اپوزیشن سخت اختجاج کړي. صحافى مطيع الله اغوا کيدو په اړه هم اپوزیشن په حکومت ټاکونه کړي، بلخوا ډپټي اسپیکر مراد سعید ته مائيک ورکولو او خبرو کولو موقع ورکړه چې لوجې اپوزیشن سخت شور جوړ کړو او اجلاس نه ئي واک أوټ وکړو، پيپلز پارټۍ غړى رفيع الله کورم نشاندهى وکړه، ډپټي اسپیکر قاسم سورى کورم نه پورى کيدو په واجه قومي اسمبلۍ اجلاس ملتوي کړو او د يو ورځې وقفه سره اجلاس زيارت ورځې غرمې يولس بجې دوباره رابللي دي