قومي اسمبلۍ په نهه حلقو باندې په ضمني انتخاباتو کښې پخپله د اودريدو فيصله

چيئرمين تحريک انصاف عمران خان د قومي اسمبلۍ په نهه حلقو باندې په ضمني انتخاباتو کښې پخپله د اودريدو فيصله کړي په خالي شوي حلقو کښې د صوبه خيبر پښتونخوا د مردان،چارسدے،پيښو؊ او کورمې حلقے هم شاملې دي
ذرائع وائي چې عمران خان د قانوني مشاورت نه پس فيصله کړي چې د نهه حلقو په ضمني انتخاباتو کښې پخپله اودريږي،په کومو باندې چې د اليکشن کميشن لخوا په پينځويشتم ستمبر باندې انتخابات اعلان شوي په دے حلقو کښې څلور حلقے د صوبه خيبر پښتونخوا دي،يعنې پيښور اين اے يوديرشمه،چارسده اين اے څليريشتمه،مردان اين اے دوه ويشتمه،کورمه اين اے پينځه څلويښتمه،فيصل اباد،ننکانه صاحب،ملير،کورنګي او جنوبي کراچۍ شاملي دي