قومي وطن پارټۍ شهيد ايس پي قتل په ضد احتجاجي مظاهره کړي

0
53

پيښور پريس کلب مخې ته قومي وطن پارټي ورکرانو وئيلي دي چي ايس پي رينک افسر اسلام آباد نه اغوا کيدل او افغانستان کښي لاش ميلاويدل نور څه نه بلکه د رياستي ادارو غفلت په ډاګه کوي
پيښور پريس کلب مخې ته قومي وطن پارټي کارکنانو د ايس پي رورل طاهر داوړ قتل په ضد احتجاجي مظاهره کړيده،مظاهره کښي يو شمير کارکنانو ګډون کړي وو
مظاهرچيانو په لاسونو کښي بينرے پورته کړي وے کوم باندي چي قتل کړے شوے ايس پي طاهر داوړ قتل په ضد نعرے درج وے،احتجاج په مهال مظاهرچيانو اووئيل چي ايس پي طاهر داوړ يو بهادر پوليس افسر وو او ډيره د افسوس خبره ده چي يو ايس پي رينګ افسر اسلام آباد نه بے درکه کيږي او افغانستان کښي ئي لاش ميلاويږي
دوئي زياته کړه چي قومي وطن پارټي دايس پي طاهر داوړ قتل مذمت کوي او دا مطالبه کوي چي ايس پي طاهر داوړ قاتلان دي زر ترزره ګرفتاره کړي شي او طاهر داوړ خاندان چي څه مطالبے لري هغه دے پوره کړے شي