لائن آف کنټرول باندې د بهارتي فورسز بلا اشتعال ډزو لړۍ دوام لري

0
60

لائن آف کنټرول باندې د بهارتي فورسز بلا اشتعال ډزو لړۍ دوام لري او براملا کلي کښې ئې يو ځل بيا عامه آبادې په نښه کړې چې پکښې دوه کسان پحق رسيدلي او دوه نور ژوبل شويدي
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر وينا ترمخه بهارتي فورسز لائن آف کنټرول باندې د براملا کلي آبادي باندې ډزې کړيدي
بهارتي فورسز د مارټر ګولو او اينټي ټينک ګائيډډ ميزائل استعمال کړي، ډزو کښې دوه کسان پحق رسيدلي او دوه نور ژوبل شويدي
آئي ايس پي آر مخکښي وائي چې پاک فوج هم دښمن ته غاښ ماتې جواب ورکړې او د بهارتي فورسز چيک پوسټونه ئې په نښه کړيدي