لاهورکښې پي ټي آئي چيئرمين عمران خان مشرۍ کښې د پارټې اعلیٰ قيادت اجلاس شوې

لاهورکښې پي ټي آئي چيئرمين عمران خان مشرۍ کښې د پارټې اعلیٰ قيادت اجلاس شوې چې پکښې صوبائي اسمبلې تحليل کولو په اړه عمران خان ته په قانوني او آئيني معاملاتو بريفنګ ورکړې شويدې، اجلاس کښې وزيراعلیٰ خېبر پښتونخوا محمود خان هم ګډون کړې
د عمران خان مشرې کښې شوې دغه اجلاس کښې وزيراعلیٰ خېبر پښتونخوا نه علاوه شاه محمود قريشي، اسد عمر،فواد چودهري،تيمور سليم جهګړا، علي امين ګنډا پور، عاطف خان او ډاکټر ياسمين راشدپشمول نور مشرانو شرکت کړېدې ډاکټر بابراعوان او علي ظفر اجلاس ته صوبائي اسمبلې ماتولو په اړه قانوني او آئيني معاملاتو باندې بريفنګ ورکړېدې غونډه کښې حکومت مخالف تحريک په اړه هم بريفنګ ورکړې شويدې