لاهور ائرپورټ باندي زرګاو مرغو قبضه له وجه رن وے په عارضي توګه بند کړي شوي

لاهور ائرپورټ باندي زرګاو مرغو قبضه له وجه رن وے په عارضي توګه بند کړي شوي

تيره ورځ لاهور کښې شوي تيز باران له وجه چرته چي ټريفک رواني سره د جوندنور نظام ګډ وډ کړے هم هلته د لاهور علامه اقبال انټرنيشنل ائرپورټ باندي هم مرغو يلغار کړے او په رن وے باندي قبضه کړے ، مرغو يلغار له وجه ائرپورټ باندي فلائټ اپريشن متاثره شوے او ملکي سره غير ملکي پروازونه اسلام آباد او کراچي ته منتقل کړلي شو
تفصيلاتو ترمخۀ تيز باران له وجه لاهور ائرپورټ رن وے باندي زرګاو شمير کښې مرغي راغونډي شوي او دوي رن وے باندي قبضے سره فلائټ اپريشن متاثره کړے
زرګاو مرغو له وجه سول ايوي ايشن انتظاميه په عارضي توګه رن وے بند کړو او مرغي د رن وے نه لري کولو لپاره حلي ځلي شروع کړے
سول ايوي ايشن وياند کامران ملک ترمخۀ رن وے بندولو له وجه يو شمير ملکي او غير ملکي پروازونه متاثره شوي چي پکښې جده ، کوپن هيګن او پيرس نه راتلونکي پروازونه سيالکوټ دغه رنګ مدينه نه راروان پرواز ملتان ته منتقل کړے شو
وياند وئيلي چي رن وے نه مرغي لري کولو او الوزولو لپاره ائرپورټ عملي کاروائي شروع کړے او زر به فلائټ اپريشن بحال کړلي شي