لاهور حلقه اين اے يو سل درې ديرشم سيټ د ن ليګ شائسته پرويزملک ګټلې

لاهور کښې د قومي اسمبلۍ په حلقه اين اے يو سل ، دري ديرشم ضمني انتخاباتو کښې د مسلم ليګ ن شائسته پرويز ملک کاميابي ترلاسه کړېده، غير سرکاري او غير حتمي نتيجې مطابق د ن ليګ شائسته پرويز شپږ څلويښت زره ، اته سوه ، يوولس ووټونو سره برے ترلاسه کړے ، د پيپلزپارټۍ اميدوار اسلم ګل په دويم نمبر راغلے دے

لاهور کښې د حلقه اين اے يو سل ، دري ديرشم ټولو پولنګ سټيشنو غير حتمي و غير سرکاري نتائج مخې ته راغلي دي ، د مسلم ليګ ن شائسته پرويز ملک شپږ څلويښت زره ، اته سوه ،يوولس ووټونو اخيستو سره کاميابه ګرځولې شوې دغه رنګه غير سرکاري نتيجې مطابق د پيپلزپارټۍ اسلم ګل دوه ديرش زره ، درې سوه ، ديارلس ووټونو اخيستو سره په دويم نمبر دے د اين اے يو سل ، دري ديرشم لاهور سيټ د مسلم ليګ ن قومي اسمبلۍ غړي پرويز ملک مړينې په وجه خالي شوے وو د جمشيد چيمه او د هغه کورودانې کاغذات نامزدګي مسترد کيدو ورستو حلقه کښې د پي ټي آئي هيڅ يو اميدوار په ميدان کښې نه وو،