لاهور ريلوئے سټيشن نه خودکش بمبار ګرفتارشوي

Terrorist Arrested From Lahore Railway Station Makes Startling Revelations

د لاهور ريلوئے سټيشن نه ګرفتارشوي ترهګر د تفتيش دوران اهم انکشافات کړي ،دهشتګرد لياقت منلي چې د پوليس لائينز نه بهر ئې د خودکش حملے پلان لرو ،په ريلوے سټيشن ئې د خپل ملګري انتظار کوو چا چې ورله خودکش جيکټ راوړو سي ټي ډي سرچينو ترمخه نيولي شوي ترهګر لياقت انکشاف کړے چي هغه د خودکش حملے منصوبه څو ورځي وړاندي جوړه کري اوپه ريلوے سټيشن کښې ئې د خپل ملګري انتظار کوو چا چې ورله خودکش جيکټ او هينډ ګرينيډ راوړل ولې دغه مهال سيکورټي ادارو ګرفتار کړو دوران تفتيش ترهګردخپل ملګري په حواله وئيلي چې دملګرې ئې عمر اوولس کاله دے او تعلق ئې د ګاونډي هيواد سره دے او داچې هغه ته د چاودني حکم مکرم خان عرف عمر خراساني ورکړے وو .سي ټي ډي ترمخه ګرفتار ترهګر لياقت د ګرفتارۍ نه يوه ورځ وړاندي د ضلع مهمند نه لاهور ته رارسيدلے ولې د خفيه اطلاعاتو په رنړا کښې هغه اونيولے شو ،سي ټي ډي ذرائع زياتوي چې د ګرفتار دهشتګرد لياقت نه د هغۀ .د ملګري په حواله پلټني رواني دي تر څو د هغه خاکه جوړه کړے شي