لاهور نه کراچۍ ته تلونکے د پي آئي اے جاز راغورځيدلے

blank

لاهور نه کراچۍ ته تلونکے د پي آئي اے بدقسمته جاز د رسيدو نه لږ وړاندي راغورځيدلے،د پي آئي اے د فهرست مطابق ائير بس جاز کښې يونوي مسافر او د عملے اته کسان سوارۀ وو،ذرائع وائي چې د راکوزيدو په وخت کښې پائيلټ ته پته اولګيده چې د جاز کښې څۀ خرابي ده ، چئيرمين پي آئي اے وائي چې پائلټ ته د کنټرول ټاور نه وئيلے شوي وو چي دوانړه رن ويز درته کهولاو دي ولي پائلټ فيصله کړي وه چې جاز زمکي ته راکوزولے نشم

کراچۍ ماډل کالونۍ کښې امدادي هلي ځلي رواني دي ، يو خوا د جاز د ملبے نه لاشونه راويستلے کيږي نو بلخوا جاز چې په کومو ودانو پريوتے نو د هغے چهتونه هم راپريوتي ،هلته هم امدادي کارواياني جاري دي، پاک فوځ، رينجرز او نوري امدادي ادارے په کاروايانو کښې بوخت دي، وئيلي کيږي چي د پائلټ په ګډون د اتۀ کسانو لاشونه راويستلے شوي ،