لاهور هائيکورټ د آئي جي اسلام آباد ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړي

لاهور هائيکورټ د آئي جي اسلام آباد ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړي

لاهور هائيکورټ د آئي جي اسلام آباد ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړي ، عدم پيشي له وجي عدالت د اټک جيل سپرنټنډنټ قابل ضمانت ګرفتاري وارنټ هم جاري کړي

لاهور هائيکورټ کښې د تحريک انصاف صدر چوهدري پرويز الهي عدالتي حکم نه باوجود نه خوشي کولو په معامله دائر خواست سماعت شوي ، عدالت هداياتو نه باوجود آئي جي اسلام آباد او سپرنټنډنټ اټک جيل پيش نشول
چي کله سماعت شروع شو نو عدالت تپوس اوکړو چي آئي جي اسلام آباد چرته دے چي جواب کښي سرکاري وکيل دريځ خپل کړو چي پيش کيدو په ځائے آئي جي لخوا جواب راغلي
په دغي موقع فاضل جج ريمارکس ورکړل چي آئي جي اسلام آباد عدالتي احکامات نظر انداز کړي عدالت قابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړي اوو ، پکار وه چي آئي جي اسلام آباد عدالتي حکم باندي عمل سره عدالت کښې پيش شوي وے
مختصر سماعت نه پس عدالت عدم پيشي له وجي آئي جي اسلام آباد ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړل ، عدالت اټک جيل سپرنټنډنټ عدم پيشي باندي هم خفګان څرګند کړواو د هغي قابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړل
عدالت قابل ضمانت ګرفتارئ وارنټ باندي عمل در آمد نه کولو له وجي متعلقه ايس پي ته توهين عدالت نوټس هم جاري کړو