لاهور هائيکورټ د ابصار عالم د پيمرا چئيرمين په توګه تقررۍ ټول ريکارډ غوښتلے

لاهور هائي کورټ د سانحه ساهيوال د جوډيشل انکوائرۍ حکم کړېدے

د تقررۍ په اړه دائرشوي درخواست اورونه شوي او هائي کورټ د ابصار عالم د پيمرا چئيرمين په توګه تقررۍ ټول ريکارډ غوښتلے دے
درخواست ګزار اظهر صديق ايډوکيټ لخوا دائرشوي درخواست کښي دريز خپل کړے شوے وو چي ابصار عالم دپيمرا چئيرمين په توګه تقرري په ميرټ نه ده شوي او ابصار عالم د پيمرا چئيرمين لپاره ضروري اهليت باندي پوره نه دے
درخواست کښي وئيلے شوي دي چي چئيرمين پيمرا د حکومت سره نزدي تعلقات لري اوپه دغه وجه د هغه تقرري کړے شوے ده ، ابصار عالم د شپاړسم ډګري نه لري ولي حکومت د هغه تقررۍ لپاره د چئيرمين عهدي د اهليت معيار کښي بدلون کړے کوم چي د سپريم کورټ د فيصلي نه ښکاره سرغړونه ده ، عدالت دي د ابصار عالم تقرري کالعدم اوګرځوي
دسماعت دوران عدالت د چئيرمين پيمرا تعيناتۍ په اړه ټول ريکارډ غوښتلے دے او وئيلي ئي دي چي د پيمرا چئيرمين د تعيناتۍ په اړه دي ټول اشتهارات، درخواستونه او شارټ لسټنګ ريکارډ عدالت ته وړاندي کړے شي