لاهور هائيکورټ د ن ليګى مشر ضمانت منظورى په اړه تحريرى فيصله جارى کړې

آمدن نه زيات اثاثه جات کيس کښې خواجه آصف ضمانت منظورى معامله ، لاهور هائيکورټ د ن ليګى مشر ضمانت منظورى په اړه تحريرى فيصله جارى کړې ،تحريري فيصله کښې وئيل شوي چي نيب ريفرنس دائر کولو کښي ناکامه شوي ، غير معينه مودي پوري ملزم جيل کښې نشو ساتلي

لاهور هائيکورټ جسټس عاليه نيلم او جسټس شهباز رضوي باندي مشتمل دوه کسيزه بينچ لخوا جاري شوي تحريري فيصله کښي وئيل شوي چي نيب تر دے ده ريفرنس ندے دائر کړي ، ملزم غير معينه مودي لپاره جيل کښي نشو ساتلي اتلس پانړو باندي مشتمل فيصله کښې وئيل شوي چي تر دے دمه د نيب تحقيقات روان دي ، ريفرنس منظوري لپاره ليګلے شوي ولي ملزم نه هيڅ ريکوري هم نده شوي عدالت لخوا جاري شوي فيصلي متن کښې وئيل شوي چي قانوني نکات ،نيب لخوا ريفرنس دائر کولو کښي ناکامي له وجي عدالت د ملزم ضمانت منظور کړي او هغي خوشي کولو حکم جاري کړي واضح دي وي چي لاهور هائيکورټ دوه کسيزه بينچ آمدن نه زيات اثاثه جار کيس کښې ن ليګي ايم اين اے خواجه آصف ضمانت منظور کړي اوو او هغي خوشي کولو احکامات جاري کړي اوو