لاهور هائيکورټ ويډيو سکينډل کښې ملوث جج ارشد ملک نوکرۍ نه لرې کړو

لاهور هائيکورټ ويډيو سکينډل کښې ملوث جج ارشد ملک نوکرۍ نه لرې کړو

لاهور هائيکورټ ويډيو سکينډل کښې ملوث جج ارشد ملک نوکرۍ نه لرې کړو،چيف جسټس لاهور هائيکورټ قاسم خان په سربراهۍ کښې قائم انتظامې کميټۍ فيصله واوروله،ارشد ملک د احتساب عدالت جج په حيث العزيزيه ريفرنس کښې په کال دوه زره اتلس کښې نواز شريف ته اووه کاله قيد سزا اورولې وه،فليګ شپ ريفرنس کښې ئې نواز شريف برې کړې وو،تيرکال مريم نواز د جج ارشد ملک يو ويډيو ليک کړې وه،دعوا کړې وه چې ارشد ملک په دباو کښې نواز شريف ته سزا اورولې وه