لاهور هائي کورټ فواد چوهدري عدالت کښې نه پيش کولو باندې د برهمي اظهار کړې

د تحريک انصاف مشر فواد چوهدري اډياله جيل نه رها کړے شوې،

لاهور هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف رهنما فواد چوهدري هائي کورټ ته په نه پيش کولو د برهمي اظهار کړې او په فوري توګه ئي دا فواد چوهدري پيش کولو حکم کړيدې،عدالت آئي جي پنجاب او آئي جي اسلام آباد هم د ماښام شپږ بجو پورې عدالت ته طلب کړي

د پي ټي آئي رهنما په ټاکل شوي وخت کښې د عدالت وړاندې نۀ پيش کولو په اړه لاهور هائي کورټ د برهمي اظهار کړې او حکم ئې جاري کړې چې په فوري توګه دې فواد چوهدري عدالت ته وړاندې کړې شي ، عدالت د کيس اوريدنه تر شپږ بجو ځنډولې اوآئي جي پنجاب او آئي جي اسلام آباد ئي هم عدالت ته طلب کړي۔
لاهور هائي کورټ د غرمې يوه نيمه بجه د ملزم پيش کولو حکم کړې وو خو ولې څو ځلې د عدالت
کاروائي شروع شوه خو فواد چوهدري عدالت ته وړاندې نۀ کړې شو
په دې اړه چې کله جسټس طارق سليم استفسار وکړو چې ملزم ولې عدالت ته پيش نۀ کړلې شو نو ايډيشنل ايډوکيټ پنجاب اووئيل چې د فواد چوهدري په ضد مقدمه درج کړې شويده چې د کوم په جواب کښې عدالت اووئيل چې تاسو به ورستو اورو وړومبې د عدالت په حکم عمل وکړه او آئي جي پنجاب راوغواړه
لاهور هائي کورټ کښې د فواد چوهدري کزن لخوا درخواست دائر کړې شوې و چې د هغه په ګرفتاري عمل کښې قانون نۀ دې فالو شوې ، دخلاف قانون ګرفتارۍ په اړه دې عدالت په فوري
توګه د فواد چوهدري د رهائي احکامات جاري کړي۔
ياده دې وي چې فواد چوهدري د پوليس لخوا راهدادي ريمانډ لپاره د کينټ کچهري کښې پيش کړلې شوې وو،عدالت د اسلام آباد رهداري ريمانډ درخواست منظور کيدو نه پس وړوبنې د هغه طبي معائنه کولو لپاره دلاهور سروسز ته ليږې وو