لاهور پوليسو زنانه يوټيوبر سره شوې سلوک کښې ککړ څلور سوه کسانو خلاف مقدمه درج کړې

لاهور کښي زنانه يو ټيوبر ځورول معامله ، پوليس پيښه کښې ککړ څلور سوه نه زيات ملزمانو په ضد مقدمه درج کړي ، د پنجاب حکومت وياند فياض الحسن چوهان پيښه شرمناکه ګرځولي او وئيلي چي سي سي ټي وي ويډيوز په زريعه به د ملزمانو شناخت کول شي

د لاهور لاري اډه تهانه کښې درج شوي ايف آئي ار ترمخه څورلسم اګست په ماښام زنانه يو ټيوبر عائيشه خپل ملګرو عامر او کيمره مين صدام سره آزادي فلائي اوور باندي ويډيو جوړوله چي ناڅافي هلته موجود نامعلومه کسانو هغي باندي حمله وکړه چي ورسره د هغي کپړے وشليدے پوليس لخوا درج شوي ايف آئي آر کښې څلور سوه نه زيات نامعلومه کسان نامزد کړلي شوي چي پکښي جنسي ځورول او وال ټکولو دفعات لګولي شوي پوليس ترمخه زنانه يو ټيوبر لخوا درخواست نه پس پيښې مقدمه درج کړلي شوي او ملزمانو ګرفتاري لپاره ويډيو شواهد جائزه اخيستل شي پيښې نه پس د پنجاب حکومت وياند فياض الحسن چوهان وئيلي چي پيښه شرمناکه ده ، سي سي ټي وي ويډيوز په زريعه به د ملزمانو شناخت کول شي او پوليس ته ملزمانو فوري ګرفتاري احکامات جاري کړلي شوي