لاهور کښې د مون سون ړومبي باران رحمت په ځائے زحمت جوړ شوے

لاهور کښې د مون سون ړومبي باران رحمت په ځائے زحمت جوړ شوے او د ښار سړکونه ، انډر پاسز او ټيټے سيمے درياب پشان خکاري او يو شمير سيمے په اوبو کښي ډوبي دي ، ، دوا سوا دري اتيا ملي ميټر ريکارډ باران له وجه د انتظاميه کارکردګي په ډاګه شوے او تاحال نيم ښار نکاسي آب سره د بجلي سهولت نه هم محرومه دے
تفصيلاتو ترمخه تيري شپي راهسي لاهور کښې په شيبو شيبو وريږي مون سون باران له وجه د ښار پوش سيمو سره ټيټے سيمي تاحال په اوبو کښي دوبي دي او واسا نکاسي آب کښې ناکامه شوے ، باران له وجه د ليسکو دوا نيم سوا نه زياتي فيډري هم ټرپ شوي چي ورسره نيم ښار د بجلي سهولت نه هم محرومه شوے
محکمه موسمياتو ترمخه ښار کښي ټولو کښي زيات باران د لکشمي چوک په سيمه کښې دوا سوا دري اتيا ملي ميټر ريکارډ شوے دينه علاوه ائرپورټ سيمه کښي يو سل پنځه پنځوس ، ګلبرګ کښې دوا سوا ديارلس او ګلشن راوئ کښي يو سل څلويښت ملي ميټر باران ريکارډ شوے
وزيراعلي پنجاب سردار عثمان بزدار باران په دوران کښې د نکاسي آب صورتحال جاج اخيستلو لپاره پخپله د ښار مختلف سيمو دوره وکړه او نکاسي آب لپاره هدايات جاري کړل
وزيراعلي باران کښې ګير زنانه او معشومان پخپل ګاړي کښې کينول او هغوي محفوظ ځي ته منتقل کړل
وزيراعلي هدايات جاري کړل چي نکاسي آب لپاره دي فوري او هنګامي اقدامات وکړلي شي او واسا افسران دي پخپله فيلډ کښې موجود وي