لاهور کښې د يوې بنګلې نه د ماډلې انعم تنولي مړے ملاؤ شوے

0
70
لاهور کښې د يوې بنګلې نه د ماډلې انعم تنولي مړے ملاؤ شوے

لاهور په ډيفنس علاقه کښې د يوې بنګلې نه د ماډل ګرل انعم تنولي مړے ملاؤ شويدے ، پوليس وائي چې د ماډلې مرۍ ته پهندۍ لګيدلې وه، واقعې په اړه تحقيقات جاري دي
پوليسو وينا ترمخه د لاهور پوش علاقې ډيفنس نه مړے ملاؤ شوے د کومې شناخت چې د ماډل ګرل انعم تنولي د نامې نه شويدے ، پوليس وائي چې د ماډلې مرۍ ته پهندۍ اچولے شوې وه ، د واقعې په اړه تحقيقات جاري دي چې آيا دا خودکشي ده او که بل چا ورله مرۍ ته تېزندي اچولې ، د ماډلې د مور بيان هم ريکارډ کړے شويدے
پوليس زياتوي چې انعم تنولي په فيشن ډيزائننګ کښې کورس کړے وو او دوه مياشتې وړاندې د اټلي نه پاکستان ته واپس راغلې وه