لاهور کښې زنانه ټک ټاکر سره دست درازۍ په الزام کښې د ګرفتارو سلسله روانه ده

لاهور کښي يوم آزادي په ورځ زنانه ټک ټاکر سره دست درازي په الزام کښې ګرفتاريانو سلسله جاري ده ، پوليس پيښه کښې ککړ نور څلور دريش ملزمان ګرفتار کړي چي ورسري د ملزمانو مجموعي شميره دوه نويز ته رسيدلي ، بلښوا د متاثره زنانه ميډيکل رپورټ عدالت کښې پيش کړلي شوي چي پکښې زنانه سره تشدد تصديق شوي

پنجاب پوليس لخوا جاري شوي تفصيلاتو ترمخه ګرفتار ملزمان د جنوبي پنجاب سيمو نه ګرفتار کړي چرته چي ملزمان پيښې نه پس تښتديلي اوو ، پوليس ترمخه ګرفتار ملزمانو کښې څلويښت ملزمان شناخت پريډ لپاره جيل ته ليګلي شوي ولي عدالت نور دريش ملزمان هم شناخت لپاره جيل ته ليګلو احکامات جاري کړي پوليس ترمخه جنوبي پنجاب نه ګرفتار شوي ملزمانو ګرفتاري نادرا شناخت او ويډيوز کښې تصديق نه پس عمل کښې راغلي او ټول ملزمان لاهور ته منتقل کړلي شوي بلښوا د لاهور سيشن عدالت کښې زنانه ټک ټاکر سره دست درازي کيس سماعت شوي ، پوليس تفتيشي عدالت کښي د متاثره زنانه ميډيکل رپورټ پيش کړو چي پکښې زنانه سره تشدد تصديق شوي