لاهور کښې قامي ايئرلائن فلائټ آپريشن دوام لري

0
24
د ملک د نورو ښارونو پشان پنجاب سر ښار لاهور کښې هم قامي ايئرلائن ملازمينو او د جوائينټ ايکشن کميټۍ دهړکې باوجود فلائټ آپريشن دوام لري 
تفصيلاتو ترمخه د قامي ايئرلائن نجکاري په ضد احتجاج او پي آئي اے ملازمينو احتجاج په فيصله کن پړاو کښې داخل شوے او د جوائينټ ايکشن کميټۍ دهړکې باوجود لاهور هوائي ډګر باندې فلائټ آپريشن دوام لري
نن  سحر راهسې  د لاهور نه اسلام آباد ،کراچي او کوئټه ته ملکي او دبئۍ، نيويارک او دوحه ته انټرنيشنل فلائټ خپل معمول مطابق والوتل ائيرپورټ باندې ګراوند سروسز چي پکښې بکنګ ريزرويشن او کارګو کار د معمول مطابق روان دے او عمله ډيوټۍ باندې موجود ده
د پي آئي اے پائلټ تنظيم پالپا مشر اعلان کړے چي هغوي تنظيم به خپله حتمي فيصله وروستو کوي په کومه چې مشاورت روان دے
بلخواه احتجاجي مظاهرچيانو او ائيرپورټ اپريشن کښې خنډ اچولو مخ نيوي لپاره پنجاب پوليس او رينجرز يو شمير اهکار په  لاهور ائر پورټ ځائے په ځائے کړے شويدي او واټر کينن هم لاهور ائيرپورټ ته رارسديلي دي