لاهور کښې هم دنهم محرم الحرام ماتمي جلوسونو لړي دوام لري

لاهور کښې د نهم محرم شيهه ذوالجناح مرکزي جلوس سرته رسيدلے

د ملک نورو برخو پشان د پنجاب سر ښار لاهور کښې هم دنهم محرم الحرام ماتمي جلوسونو لړي دوام لري او نن د نهم محرم مرکزي جلوس لاهور پانډو سټريټ نه راوتے کوم چي به مال روډ، جي پي او چوک نکلسن روډ او انارکلۍ نه تيريدو نه پس خيمه سادات امام بارګاه کښي سر ته رسي

تفصيلاتو ترمخه د لاهور ښار په مختلف سيمو کښې د نهم محرم الحرام جلوسونو تابيا کړے شوي ده او ښارکښي د مرکزي جلوس سره سره د صدر امام بارګاه مرکز حسينيه او بستي سيدان شاه نه د حضرت قاسم ابن حسين د نکريزو زيارت جلوسونه هم راويستلي شوے دي کوم چي به مرکزي لاري ته رارسيدو نه پس مرکزي جلوس کښې شامليږي
د ښار ماتمي جلوسونو کښي د پنجاب مختلفو سيمو نه راغلي په زرګونو غزادارانو ګډون کړے او د مرکزي جلوس لاره کښي ځائے په ځائے د سينه کوبۍ او زنجير زنۍ سلسله هم روانه ده، غزادارانو لپاره د جلوس په لارو کښې د اوبو بندوبست هم کړے شوے او د بم ډسپوزل سکواډ په مدد سره د جلوس د مرکزي لاري سرچ سويپنګ او مانيټرګ هم کولے شي
د محرم دوران ښار کښې دامنيت ټينګ ساتلو لپاره د سيکورټۍ کوټلي ګامونه هم پورته کړے شوي دي او د پنجاب پوليس لس زره نه زيات اهلکاران د جلوسونو په لارو کښې ځائے په ځائے ولاړ دي، دي سره سره د دوه سوه اويا سي سي ټي وي کيمرو په مدد سره د مرکزي جلوسونو د لارو مانيټرنګ هم کولے