لندن کښې د وزيراعظم نوازشريف د زړه آپريشن کاميابۍ سره مکمل شوے

لندن کښې د وزيراعظم نوازشريف د زړه آپريشن کاميابۍ سره مکمل شوے او هغه د هسپتال انتهائى نګهداشت وارډ ته منتقل کړې شوېدے او د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف  وئيلي چې  د وزيراعظم څلور بائي پاس شوي اوحسين نواز وائي چې سرجري نه وړاندې د وزيراعظم حالت ډير تشويشناک وو

د سماجى رابطو په ويب پاڼه مريم نواز خپل پيغام کښې اوئيل چې د وزيراعظم نوازشريف د زړه د رګونو پيوندکارۍ عمل کاميابۍ سره سرته رسيدلے او آپريشن کامياب شوېدے

مريم نواز مخکښې اوئيل چې د وزيراعظم نوازشريف د زړه آپريشن باندې څلور ګهنټو نه سيوا وخت لګيدلے او مصنوعى تنفس لرې کيدو نه پس هغه آئى سى يو ته منتقل کړے شوېدے

هغې زياته کړه چې د وزير اعظم نوازشريف اوپن هارټ سرجرى لندن کښې اته بجے سحر شورو شوے وه او څلور ګهنټو نه سيوا وخت پورې جارى وه

مريم نواز خپل پيغام کښې دا هم وئيلى چې آپريشن نه پس د وزيراعظم نوازشريف زړه په صحيح طريقه کار کوى

بلخوا لندن کښې ميډېا سره خبرو اترو په وخت د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف اووئيل چې د وزيراعظم څلور بائي آپريشنې شويدي او اوس د پاکستاني اولس او نړيوال مشرانو دعاګانو وروستو آپريشن تهيټر نه بهر شويدې 

شهباز شريف مخکښې اووئيل چې د وزيراعظم حالت اوس د خطرې نه بهر دې ا ډير زر به هغه خپل وطن ته ځي 

په دې موقع حسين نواز اووئيل چې سرجري نه وړاندې د وزيراعظم حالت ډير تشويشناک وو 

حسين نواز زياته کړه چې ډاکټرانو وزيراعظم د هر قسمه سفر نه منعې کړې اور وزيراعظم ته ئې هدايت کړې چې د ډاکټرانو اجازت نه بغير به بالکل سفر نه کوي