لندن کښې ميشته پاکستانيانو دالطاف حسين خلاف احتجاج کړے

blank
لندن کښې ميشته پاکستانيانو د الطاف حسين خلاف احتجاج کړے او غوښتنه ئې کړې چې د متحده مشر د معافۍ قابل نه دے او برطانوي حکومت دې د هغه خلاف کاروائي وکړي
خبري ايجنسو ترمخه لندن کښې د الطاف حسين او برطانوي وزيراعظم کور مخې ته پاکستانيانو احتجاج کړېدے
مظاهرچيانو لاسونو کښې پاکستاني جهنډې نيولې وې او د پاکستان په حق کښې او الطاف حسين خلاف ئې نعرې ووهلې
پاکستانيانو د برطانيې وزيراعظم رهائش ګاه مخې ته هم احتجاجي مظاهره کړې او غوښتنه ئې کړې چې الطاف حسين دې ګرفتار کړے شي او د هغه خلاف دې کاروائي وکړے شي
د مظاهرچيانو وينا وه چې الطاف حسين دا ځل د معافۍ قابل نه دے او چې تر څو د هغه خلاف کاروائي نه وي شوې احتجاج او مظاهرې به جاري وي