لندن کښې په مقبوضه کشمير قابض بهارتي پوځيانو د ظلمونو خلاف احتجاجي مظاهرے شويدي

0
20
A police officer keeps an eye on demontrators protesting opposite Downing Street against India's Prime Minister Narendra Modi's official visit, in London, November 12, 2015. Photo: Reuters

بهارتي وزير اعظم نريندر مودي د دولت مشترکه اجلاس کښې شرکت لپاره برطانيي ته رسيدلې ، لندن ټين ډاؤننګ سټريټ کښې په مقبوضه کشمير قابض بهارتي پوځيانو د ظلمونو خلاف او د دې زيادتۍ وروستو قتل کړې شوي ماشوې آصفه د قاتلانو د ګرفتارۍ دپاره احتجاجي مظاهرے شويدي
د رپورټونو مطابق د دولت مشترکه اجلاس کښې شرکت دپاره بهارتي وزيراعظم نريندر مودي چې کله برطاني ته اورسيدو نو د لندن په ټين ډاؤننګ سټريټ کښې احتجاجي مظاهره اوکړې شوه
د لندن پارليمنټ ته مخامخ احتجاجي مظاهر کښې په سلګاؤ کسانو شرکت اوکړو ، مظاهرچيانو مقبوضه کشمير کښې د بهارتي پوځيانو د ظلمونو خلاف او د زيادتي ورستو قتل کړې شوي اته کلني ماشومي آصفه د قاتلانو د ګرفتارۍ دپاره نعرے اوهلي
دغه احتجاجي مظاهره د برطاني سکهـ برادرۍ او کشمير کميونټي لخوا تابعيه کړې شوي وه ، په دغۀ موقع مظاهرچيانو په لاسونو کښې پلے کارډز او بينرز نيولې وو چې پري د بهارتي حکومت خلاف نعرے ليکلي شوے وي
ياده دي وي چې د رواني مياشتي په شورو کښې د بهارتي پوځ لخوا د مقبوضه کشمير په شوپيا علاقه کښې اوولس نه سيوا ځوانان شهيدان کړې شوي وو چې ورستو ئې په وادۍ کښې هنګامے شورو شوے وي ، بلخوا د روان کال جنورۍ مياشتي دوران مقبوضه کشمير کښې اته کلنه ماشومي د زيادتۍ ورستو قتل دغۀ علاقه د مسلمانانو ته خالې کولو کوشش ثابت شوے وو