لوئردير په طورمنګ کښې د جنازې دوران ډزې

د لوئر دير په طورمنګ علاقه کښې جنازے دوران د ډزو واقعه ، د خيبرپختونخوا وزيراعلې محمود خان د واقعې نوټس اخستې او متعلقه ضلعي انتظاميې او پوليسو نه ئي د پيښۓ رپورټ غوښتې، وزيراعلې په واقعه د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه هم کړي

د ير په طورمنګ علاقه کښې د جنازې دوران ډزو واقعه کښې نهه تنان په حق رسيدلي ، وزير اعلې محمود خان په حق رسيدلي کسانو کورنيو سره ژور غم ښکاره کړے او ورته يې د انصاف ورکولو باور ورکړې ښاغلي وزيراعلې وئيلي چې د جنازې دوران داسې پيښۀ مخې ته راتلل انتهائي د افسوس وړ ده ، وزير اعلي پوليسو او متعلقه انتظاميې نه د پيښے رپورټ طلب کړيدے