لوئې اختر د روانې مياشتې په يوويشتمه نيټه

پاکستان  کښې  د ذي الحج مياشت نه ده لېدلې شوې رويت هلال کميټۍ اعلان کړې چې ذي الحج مياشت نه لېدلو په وجه لوئے اختر به دروانې مياشتې په يويشتمه نيټه  وى

موسمياتو محکمې مرکزي دفتر کراچۍ کې مرکزي رويت هلال کمېټۍ غونډه چيئرمين رويت هلال کميټي مولانا عبدالخبير آزاد په مشرۍ کې شوې

غونډه کې دمختلفو مکاتب فکر او فرکو سره تعلق لرونکو خلقو سره سره موسمياتو محکمې چارواکي هم موجود وؤ

غونډې روستو خبرې غونډې ته وينا په وخت چيئر مين رويت هلال کميټي مولانا عبدلخبير آزاد دمياشت د نه لېدلو وينا کړې او ويلي چې دپاکستان ديوې برخې نه هم دمياشت د لېدلو شهادت نه دې ترلاسه شوې هغوي ويلي چې مياشت نه لېدلو په وجه پاکستان کې لوئے اختر به دروانې مياشت په يويشتمه جولائي  وي