لوګر ولايت بم چاودنه کښې دوه کسان مړه شوي

0
40

د افغانستان لوګر ولايت کښې د ضلعي حکومت وادنې سره موټر بم چاودنه شويده چي پکښې دوه کسان مړه شويدي،د وسله والو او افغان فورسز ترمينځه د ډزو بدلون دا وخت هم روان دے
د افغان ميډيا رپورټونو ترمخه ځائي چارواکو لوګر ولايت کښې د ضلعي حکومت وادنې سره نيزدې موټر بمي چاودنه شويده او د وړومبي اطلاعاتو ترمخه چاودنه کښې دوه کسان پحق رسيدلي دي
د لوګر ولايت ګورنز وياندسليم خيل صالح لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چي نن سحر وختي د ضلعي حکومت وادنې سره چاودنې وروستو د طالب وسله والو او افغان امنيتي ځواکونو ترمينځه د ډزو بدلون هم شويدے کوم چي دا مهال هم روان دے
افغان ميډيا زياته کړيده چي افغان طالبانو د پيښې پړه په سر اغيستې ده