لياقت خان په ګاډي ډزو کښې د شک په بنياد يو تن ګرفتار

کوز دير ميدان کښ ده پي ټي آئي ايم پي اے لياقت خان په ګاډي ډزو کښې د شک په بنياد يو تن ګرفتار کړے شوے دے او نور تفتيش دپاره نامعلوم مقام ته منتقل کړے شوے دے
ده ذرائع تر مخه ده ملزم ګرفتاري سي ټي ډي کړي ده او نوم ئيئ بخت پور خودلے کيږي او تعلق يئي ده ميدان سوري پو سره خودلے کيږي کوم چه ده ترهه ګرئي په وخت کښ ده طالبانو مرکزي کلے ګنړلے کيدو ذرائع زياته وي چه ده وړاندے نه ده پوليس په نظر کښ مشکوک وو او ده ګرفتارئي نه پس ده سي ټي ډي په نګرانئي کښ ده مذيد تفتيش دپاره نامعلوم مقام ته منتقل کړے شوے دے ده پي ټي ائي په ايم پي اے ملک لياقت په ګاډي په شپږم اګست ميدان ګل کښ ډزے شوي چه پکښ څلور کسان مړه شوي او ملک لياقت په شمول څلور نور ژوبل شوي دي