ليفټننټ جنرل شاهين مظهر محمود مالم جبې کښې د هسپتال سنګ بنياد اېښودې

ليفټننټ جنرل شاهين مظهر محمود مالم جبې کښې د هسپتال سنګ بنياد اېښودې

د پېښور کور کمانډر ليفټننټ جنرل شاهين مظهر محمود د مالم جبې دوره کړې او هلته ئې د هسپتال سنګ بنياد اېښودو نه علاوه ايډوينچر پارک او سکى سکول پرانسته کړې
تفصيلاتو ترمخه د پاک پوځ په مرسته د سوات سيلګريزې سيمې مالم جبه کښې يو شمير سهوليات ورکړې شوى چې پکښې د واورو لوبې يعنى سکى ايډوينچر پارک ، هسپتال او تعليمى ادارې شاملې دى
دې لړ کښې د پېښور کور کمانډر مالم جبه کښې د ايډوينچر پارک او سکى سکول پرانسته کړېده او دغه سيمه کښې د هسپتال سنګ بنياد ئې هم اېښودې دې
په دې موقع دستورې ته د وينا په وخت کور کمانډر ليفټننټ جنرل شاهين مظهر محمود وئيلى چې دې سهولياتو سره به د مالم جبې اولس ته ګټه ترلاسه شى او سيمه کښې به سيلګرۍ ته وده ميلاو شى
دستوره کښې د قبائلى سيمې سوات او کشمير نه راغلى طالب علمان موجود وو