ليګ سپنر شاداب خان قامي کرکټ ټيم جائن کولو د پاره لندن ته تلے دے

0
21

مايانه ناز ليګ سپنر شاداب خان ميډيکل رپورټ کلئير راتلو نه پس قامي کرکټ ټيم جائن کولو د پاره لندن ته تلے دے ، سبا د جمعي په ورځ ډاکټر پيټرک به د هغه تفصيلي چيک اپ هم کوي
د پاکستان کرکټ بورډ د وينا ترمخه ليګ سپنر شاداب خان ته دري هفتي وړاندي د هيپټائټس سي شکايات وو د کومي نه روستو چي ډاکټر پيټرک د ليګ سپنر معائنه کړي وه او د علاج تجويز ئي ورکړے وو
د پي سي بي ذرائع زياتوي چي د شاداب خان دوباره چيک اپ نه پس هغه د ورلډ کپ د پاره په مکمله توګه فټ دے او قامي کرکټ ټيم جائن کولو د پاره لندن ته تلے دے ،شاداب خان به قامي ټيم په شلم مئي جائن کوي