لکى مروت کې نامتو شاعر افګار بخارى نامعلومه وسله والو په ډزو وژلے دے

لکى مروت کې نامتو شاعر افګار بخارى نامعلومه وسله والو په ډزو وژلے دے

لکى مروت کې د پښتو ژبې نامتو شاعر افګار بخارى باندې خپلې حجرې کې ډزې شوې دى چې په نتيجه کښې هغه سره د بل ملګري په حق رسيدلې دے
پوليس وينا مطابق تيره ورځ افګار بخارى سره دې خپلو ملګرو حجره کې ناست وو چې نامعلومه وسله والو په هغه ډزي اوکړي، فائرنګ په نتيجه کښې فګار سره د خپل يو ملګري په حق ورسيدو، د پيښې ورستو ملزمان تښتيدلي دي ،
په دې موقعه د سيمې اولس د سخت غصي اظهار کړے او احتجاجا ئې اډه چوک کې سړک ټريفک له پاره بند کړے وو،
ډپټى کمشنر او ډسټرکټ پوليس آفيسر سره کامياب مزاکراتو نه پس مظاهرچيانو خپل احتجاج نن پورې موخر کړو او مشاورت نه پس به آئنده لائحه عمل جوړه وى
د افګار بخاري خاندان ذرائع ترمخه د ارواښاد جنازې مونځ به خپل آبائي قبرستان بخاري شاه کښې نن دوه نيمې بجې ادا کولے شي ، د افګار بخاري قتل ايف آئي آر د نامعلومه تن خلاف لکي مروت تاڼه کښې درج کړے شوې