لکي مروت او ټانک کښې څلورو ماشومانو کښې د پوليو وائرس تصديق شويدے

خيبر پښتونخوا کښې د پوليو شپږ نور کيسونه رپورټ شوي

د خيبر پښتونخوا کښې د پوليو نوي کيسونه مخي ته راغلي دي،لکي مروت او ټانک کښې څلورو ماشومانو کښې د پوليو وائرس تصديق شويدےم نوي کسيونو سره خيبر پختونخوا کښې روان کال د پوليو کيسونو شميره دوه اويا ته رسيدلي ده،
دخيبر پښتونخوا ايمرجنسي اپريشن سنټر لخوا جاري شوي بيانيي تر مخه لکي مروت ضلع کښې دري ماشومانو او ټانک کښې په يوي ماشومي کښې د پوليو وائرس تصديق شويدے،
د ترجمان وينا ده چي خيبر پختونخوا کښې روان کال د نوي څلورو کيسونو سره دپوليو د کيسز شميره دوه اويا ته رسيدلي ده ،
بيانيي تر مخه په خيبر پښتونخوا کښې د رواني مياشتي د شپاړسم دسمبر نه دري ورځني پوليو مهم به هم شروع کولے شي،د مهم دوران به شپيته لاکهه ماشومانو ته د پوليو نه د بچاو قطرے ورکولے شي