مائيک پومپيو دقطر هم منصب سره په افغان سولې عمل خبرې کړيدي

مائيک پومپيو دقطر هم منصب سره په افغان سولې عمل خبرې کړيدي

د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو د قطر هم منصب شيخ محمد بن عبدالرحمان سره ټيلفونک رابطه کړې او ورسره ئې افغان سولې عمل او د سيمي په صورتحال خبرې کړيدي
د امريکې خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې مائيک پومپيو د قطر نائب وزيراعظم او خارجه وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان ته ټيلي فون کړې او ورسره ئې دوه اړخيزه اړيکو په پراختيا خبرې کړيدي
بيان ترمخه دواړو مشرانو ترمينځه سيمه کښې رامخې ته شوي بدلون او د ايران غيرمستحکم رويے په معامله د خيالاتو بدلون شوېدے او علاقائي استحکام لپاره د خليج ملکونو په اتحاد زور راوړې شوېدے
بيان کښې زياته کړي شويده چې مائيک پومپيو افغان مفاهمتي عمل او سولې مذاکراتو کښې د سهولت کارۍ کردار ادا کولو باندې د قطر حکومت شکريه ادا کړيده