ماحول صفا ساتل زمونږ ديني، اخلاقي او قومي فريضه ده، وزير اعظم عمران خان

ماحول صفا ساتل زمونږ ديني، اخلاقي او قومي فريضه ده، د وزير اعظم عمران خان

د حضرت محمد (ص) فرمان دے چي صفائي نيم ايمان دے، ماحول صفا ساتل زمونږ ديني، اخلاقي او قومي فريضه ده، د وزير اعظم عمران خان کلين ګرين انډيکس تقسمِ ايوارډ دستوري ته وينا ، وئيلي دي چي ځنګلات د صفا ماحول لپاره ډير ضروري وي،او د حنګلاتو حفاظت پکار دے،عمران خان اووئيل چي د ملک لوئي ښارونو کښې د ګندګۍ ډهيرونه جوړ شويدي، او ګنډه ښارونو کښې کورونا هم تيزۍ سره خوريږي.اسلام آباد کښي د کلين ګرين انډيکس حوصله افزائي ايوارډ تقسم دستوره شوي، ايوارډز لپاره د خيبر پختونخوا او پنجاب نولس ښارونو انتخاب شوي وو،دخيبر پختونخوا بنو د کلين ګرين چپمپين سټي ګرځولے شويدے، کوهاټ ته دويمه درجه او ايبټ اباد ته دريمه درجه ورکړے شويده ،دستوري ته وزير اعظم عمران خان وينا کړي، وئيلي دي چي صفائي نيم ايمان دے او د خپل ماحول صفا او شين ساتل زمونږ اهم فريضه ده.عمران خان وينا وه چي الله تعالي پاکستان د هرقسم نعمتونو نه مالامال کړے دے ولي الميه دا ده چي اوولس سره ئي قدر نيشته، ځنګلات د صفا ماحول لپاره ضروري وي ليکن دلته د ځنګلاتو بے دريغ کټائي کيږي.عمران خان د رضاکارانو شکريه ادا کړيده او وئيلي دي چي د دوي په تعاون سره به مونږ د راتلونکي نسل لپاره بهترين ماحول جوړه وو