ماريشس صدره ډاکټر امينه فردوس اسلام آباد ته راغلے

د ماريشس صدره ډاکټر امينه فردوس سره د اعلى پائى وفد اسلام آباد ته راغلے چې مقصد ئې دواړو ملکونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيکې او مختلفو شعبو کښې همکارۍ زياتولو په معامله پاکستانى واکمنو سره خبرې کول دى
اسلام آباد ته په راتګ نورخان ائيربيس باندې د انفارميشن او ټيکنالوجۍ وزير انوشه رحمان د ماريشس صدرې او د هغې د وفد تودهرکلے کړېدے
اسلام آباد ته راتګ نه آګاهو ډاکټرامينه فردوس د کراچۍ په هوائى ډګر کوزه شوے وه چرته چې ورته د سندهـ ګورنر عشرت  العباد او د صوبائى کابينې غړو په خيرراغلے وئيلې وو
په دې موقعه د ماريشس صدرې او ګورنر عشرت العباد ترمينځه ملاقات شوے چې پکښې دواړو ملکونو په تعلقاتو او شريکى دلچسپې په معاملو خبرې اترې شوى دى
ډاکټر امينه فردوس پاکستان دوره په څلور ورځو مشتمل ده چې پکښې به هغه خپل هم منصب ممنون حسين او نور حکومتى چارواکو سره ملاقاتونه کوى
د هغې دورې مقصد دواړو ملکونو ترمينځه تجارت او اقتصادى شعبو کښې همکارۍ پراخه کولو پشمول د سيمى او نړۍ سيکيورټۍ په صورتحال پاکستانى واکمنو سره خبرې اترې کول دى