مارکيټ ته نوي چنۍ راتلو سره د چنۍ په نرخونو کښې په لويه پيمانه کمې راغلې

مارکيټ ته نوي چنۍ راتلو سره د چنۍ په نرخونو کښې په لويه پيمانه کمې راغلې https://bit.ly/2VyTx2m |Visit #arrivalofnew #sugarcane #market #pricesofsugarcane #downdrastically #KhyberNews #PashtoNews

مارکيټ ته نوي چنۍ راتلو سره سم د چنۍ په نرخونو کښې په لويه پيمانه کمې راغلې چې ورسره په اوپن مارکيټ کښې د چنۍ قيمت في کلو پنځه اتيا روپۍ ته راکوز شويدے ،خلق وائي چې حکومت دې د نور خوراک څښاک څيزونو نرخونو کښې هم کمې راوليپه مقامي سطح مارکيټونو کښې د نوي چنۍ راتلو سره سم د چنۍ په نرخونو کښې في کلو شل نه تر درې ويشت روپو پورې کمې راغلې دے د کومې وروستو چې اوپن مارکيټ کښې د چنۍ قيمت في کلو پنځه اتيا روپۍ ته راکوز شويدے.د چنۍ نرخونو په ارزانيدو اولس د خوشحالۍ اظهار کړې او وئيلي دي چې حکومت څنګه چنۍ ته توجه ورکړه داسې دې د خوراک څښاک نور څيزونو ته هم توجه ورکړي.څرګنده دې وي چې تير دوه مياشتو دوران په ځني ښارونو کښې چني في کلو يو سل لس روپۍ نه هم سيوا شوي وو چې لوجې ئې غريب اولس د سختو مشکلاتو سره مخ وو