مالاکنډډويژن ټولو لوئي وړو اسپتالونو کښې د ډاکټرانو احتجاج په دريمه ورځ هم جاري دے

0
19

سوات پشمول مالاکنډډويژن ټولو لوئي وړو اسپتالونو کښې د ډاکټرانو احتجاج په دريمه ورځ هم جاري دے چي له وجي ئي مريضان د شديد مشکلاتو ښکار دي
سوات سيدو شريف اسپتال کښې ډاکټرانو د احتجاج په توګه په دريمه ورځ هم د اوپي ډي سروس نه بائيکاټ کړے چي له وجي ئي عام مريضانو ته علاج معالجه کښې شديد مشکلات رامخي ته دي
دغه شان ضلع بونير،شانګله ،مالاکنډ،کوز دير ،بره دير او چترال کښې هم ډسټرکټ اور تحصيل هيډ کوارټر اسپتالونو کښې ډاکټرانو د اوپي ډي سروس نه بائيکاټ کړے چي له امله ئي عام مريضان د لوئي تکليف سره مخ دي
بلخوا ډاکټرانو د سوات په شمول زياتره سيمو کښې پرائيويټ کلنکس هم د احتجاج په توګه بند کړے چي دکومي په نتيجه کښې د مريضانو مشکلات نور هم سيوا شوے
مقامي خلکو وينه ده چي روزانه احتجاج له امله عام خلک تنګ راغلي او اوس پکار ده چي حکومت دغه هړتالي ډاکټرانو خلاف سخته کاروائي اوکړے او مريضانو ته ريلف ورکړی شي