مالاکنډ ضلع کښې د کورونا له کبله د متاثره تنانو شميره څلورسوه دولس ته ورسيدله

پاکستان کښې تير شواروز دوران د کورونا وائرس لوجي نور يوسل اته څلويښت کسان پحق رسيدلي

مالاکنډ ضلع کښې د کورونا ناروغۍ کښې شدت راغلي دے چي له کبله ئ د متاثره تنانو شميره څلورسوه دولس ته ورسيدل ولي د ډي ايچ کيو اسپتال پشمول د مختلف آئسوليشن سنټرو نه د ناروغانو شکايات هم مخي ته راغلي دي
مالاکنډ ضلع کښې څلور سوه دولس تنان د کورونا نه متاثر شوي دي د ضلعي په مختلف علاقو کښې قائم آئسوليشن سنټرو کښې د ناروغانو علاج معالجه روانه ده خو بيا هم د ډي ايچ کيو اسپتال بټ خيله د آئسوليشن سنټر نه ناروغانو خيبر نيوز ته د ټيليفون له لاري وئيلي دي چي تيره شپه داخل مريضانو ته سخت تکليف وو خو په ډيوټۍ موجود عمله غائبه وه چي له کبله ئ دغه ناروغان د سخت مشکلاتو سره مخ وو داخل ناروغانو د اسپتال د چارواکو نه طبي عمله د ډيوټۍ پابند کولو غوښتنه کړي ۔ بل خواه ټوله ضلع کښي دوه سوه دولس تنان و صحت ياب شوي دي

blank