مالاکنډ ليويزتحصيل درګئي کښي کاروائي کښي څلور منشيات فروش نيولي

0
67
مالاکنډ ليويزتحصيل درګئي کښي کاروائي کښي څلور منشيات فروش نيولي

مالاکنډ ليويزتحصيل درګئي کښي دوه مختلفي کارواياني کړي دي چي پکښي څلور منشيات فروش نيولي شوي او د هغوئ د قبضے نه په لويه پيمانه شراب هم برآمد شوي دي ۔
اسسټنټ کمشنر رحمت علي وزيرپه مشرۍ کښي ليويزاو ډي ايس بي ځوانانو پہ خفيه اطلاع په يو کور چهاپه اووهله چي په نتيجه کښي ئ شپيته ليټره شراب برآمد شو او بدنام زمانه منشيات فروش شهاب ونيولے شو ۔ هم دا رنګه په دويمه کاروائي کښي چهاپه مارټيم د درګئي په يو غير آباد علاقه کښي کاروائي وکړل او شراب جوړولو والا درے منشيات فروش ونيولے شو او د هغوئ د قبضے نه په لويه پيمانه شراب او شراب جوړونکي سازوسامان برآمد کړے شوه۔ نيولے شوي منشيات فورش په فوري توګه حوالات ته منتقل شو او د هغوئ په ضد قانوني کاروائي عمل کښي راغله ۔ د درګئي ځائ خلکو د ليويز له خوا کاروائي ستائيلي ده او دا عمل ئ د جاري ساتلو غوښتنه کړې