مالاکنډ ډوېژن کښې د عطائي ډاکټرانو مخنيوي لپاره خيبرپختونخواهيلته کيئرکمشن رجسټريشن عمل پيل کړے

مالاکنډ ډوېژن کښې د عطائي ډاکټرانو مخنيوي لپاره خيبرپختونخواهيلته کيئرکمشن رجسټريشن عمل پيل کړے

سوات او مالاکنډ ډوېژن کښې د عطائي ډاکټرانو مخنيوي لپاره خيبر پختونخوا هيلته کيئر کمشن رجسټريشن عمل پيل کړے چي مقصدئي د عطائي ډاکټرانو نه خلاصي موندل دي.سوات سيدو شريف کښې د خيبر پختونخوا هيلتهه کئير کميشن د عطائي ډاکټرانو مخنيوي کولو په غرض سوات کښې د رجسټريشن عمل پيل کړے کوم کښې چي به د سوات، بونير او ضلع شانګلے کښې د پي ايم ډي سي نه منظور شوي ډاکټرانواو ټيکنيشنز دستاويزات او سندونه جان پړتال کولې شي.د هيلته کئير کميشن خيبر پختونخوا چيف ايګزيکټيوافيسر ډاکټر مقصود او پرونيشل ډاکټرا ايسو سي ايشن مالاکنډ ډويژڼ صدر ډاکټر نعيم وينا وه چي د رجسټريشن عمل يو مثبت ګام دے کوم سره چي به د عام اولس د صحت سره لوبي کونکي عطائي ډاکټرانو نه خلاصي بيا مومي.هغوئي زياته کړه چي وړاندے به پښاور ته ډاکټران د رجسټريشن لپاره تګ کولو ولي اوس دغه رجسټريشن ون ونډو عمل روان دے کوم نه چي د سوات ،شانګلے او بونير ډاکټران ګټي ترلاسه کولي شي
هغوئي اووئيل چي ورستوبه وخت په وخت اپريشن پيل کوي او چي کوم پرائيويټ اسپتال،کلينک سره رجسټريشن نه وي د هغوئي خلاف به قانوني کاروائي پشمول د هغوئي کلينګ هم سيل کيږې