مالى زيان په نسبت ساکهـ ته نقصان رسيدل زيات اهميت لرى

مالى زیان په نسبت ساک ته نقصان رسيدل زيات اهميت لري، د نيوزي لينډ يو اړخيزه فيصلې نه د پاکستان ساک ته زيان رسيدلې دې، پاکستان کرکټ بورډ سي اي او وسيم خان بيان، وائي چې نيوزي لينډ له پکار وو چې مونږ سره ئي مذاکرات کړي وئي او په شريکه ئي فيصله کړي وے

پاکستان کرکټ بورډ سي اي او وسيم خان خپل بيان کښې وائي چې نيوزي لينډ بورډ يو اړخيزه فيصله کړې ده، پکار وو چې مذاکرات ئي کړي وئي او په شريکه فيصله شوي وئي ولې چې پاکستان کرکټ ټيم کرائس چرچ پيښې نه باوجودهم د نيوزي لينډدوره کړې وه هغه دا هم اووئيل چې مالي زيان په نسبت ساک ته زيان رسيدل زيات اهميت لري، کيوي ټېم دې فيصله نه پاکستان ساک ته زيان رسيدلې دې،دې نه به دواړو بورډونو تر مينځ تعلقات خراب کيدې شي سي اي او وسيم خان زياته کړه چې جمعے په ورځ اي ايس آئي سربراه رګ ډکسن کيوي ټيم باندې حمله کيدو په اړه ښودلو وو،پاکستان کرکټ بورډ سکيورټې ايجنسيانوسره رابطه اوکړه خو هيڅ تهريټ نه وو، پي سي بي سي اي او اووئيل چې پاکستان کرکټ بورډ دا موقف لري چې ډوميسټک کرکټ به پاکستان کښې کيږې او انګلينډ کرکټ بورډ به پاکستان ته راتلو فيصله به نن کوي، اميد لرو چې هغه به پاکستان ته ضرور راځي