متحده اپوزيشن د سياسي مشرانو ګرفتارۍ په ضد د پارليمنټ نه بهر احتجاجي کيمپ لګولے

متحده اپوزيشن د سياسي مشرانو ګرفتارۍ په ضد د پارليمنټ نه بهر احتجاجي کيمپ لګولے

متحده اپوزيشن د سياسي مشرانو ګرفتارۍ او د هغوي پروډکشن ارډر نه جاري کولو په ضد د پارليمنټ نه بهر احتجاجي کيمپ لګولے دے
متحده اپوزيشن د نيولې شوي مشرانو پروډکشن آرډر نه جاري کولو په ضد د پارليمنټ هاوس اسلام آباد بهر احتجاج شروع کړے دے او احتجاجي کيمپ ئي لګولے دے
کيمپ کښې د مسلم ليګ (ن ) رانا تنوير ، خواجه آصف ، آياز صادق ، مريم اورنګزيب او مرتضي جاويد عباسي شامل دي ولي د پيپلزپارټۍ لخوا نويد قمر او شازي مري موجود وو،
احتجاجي کيمپ کښې د نواز شريف تصوير سره قيدي برائے سياسي تاوان او د بې ګناه سياسي قيديانو خوشې کولو بينرې لګولې شوي
په دې موقع د مسلم ليګ ن ترجمان مريم اورنګزيب وينا وه چې د سليکټډ وزيراعظم سياسي انتقام او آمرانه سوچ خلاف نن احتجاج کيږي ، آئيني آزادي سلب کولو حکومتي فسطائي اقداماتو به مذمت کولے شي