متحده عرب امارات او پاکستان ترمينځ اوږده مودې راهسې ښه تعلقات دي

خزانے وزير مفتاح اسماعيل وئيلي چې متحده عرب امارات او پاکستان ترمينځ اوږده مودې راهسې ښه تعلقات دي، دواړه ملکونه په بيلا بيلو څانګو کي يو بل سره همکاري لري، حکومت به عرب امارات سره تعلق لرونکي سرمايه کارو سره تعاون سيوا کولو سلسله جاري ساتي
خزانے وزير مفتاح اسماعيل د عرب امارات سفير حماد عبید ابراهيم سلیم الزابی او د مردان چيمبرز آف سمال ټريډرز اينډ سمال انډسټري وفد سره ملاقات کړي، د عرب امارات سفير وئيلي چې عرب امارات پاکستان کي سرمايه کاري سيوا کول او په بيلا بيلو څانګو کي دوه اړخيزه اړيکو ته وده ورکول غواړي، د مردان چيمبر آف سمال ټريډرز اينډ انډسټري سره ملاقات پرمهال د چيمبر صدر د وړوکې تاجرانو مسائل وزير خزانه ته وړاندې کړي، چې پکښې د بجلي بلونه، پراپرټي ټيکس او سيلز ټيکس پشمول نور مسائل شامل وو، خزانے وزير وئيلي چې حکومت به د مردان وړوکې تاجرانو مسائل هواروي، هغوي د مسائلو جاج اخستلو سلسله روانه ده، بجلي بلونو، سيلز ټيکس، او پراپرټي ټيکس باندې د نظر ثاني کولو سلسله هم دوام لري