متحده قامونو افغانستان لپاره د بشرى مرستو په حواله د شپيته کروړ ډالرو نړي وال امداد ټارګت ترلاسه کړېدے

متحده قامونو افغانستان لپاره د بشرى مرستو په حواله د شپيته کروړ ډالرو نړي وال امداد ټارګت ترلاسه کړېدے،د اقوام متحده د بشري مرستو ادارے بيان ترمخه دې امداد کښې امريکې،يورپي يونين او جاپان زياتې مرستې کړيدي او دا امداد به د لکونو بے وسه افغانانو باندې خرچ کولے شي

د متحده قامونو د بشري مرستو ادارے (اوچا) لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې افغانانو سره د ژمي موسم کښې مرستو په حواله چې نړي وال ملکونو ته ئې کوم اپيل کړي وو د هغې هدف ترلاسه کړي شوېدے بيان ترمخه متحده قامونو ته ترلاسه شوي شپيته کروړ ډالرو کښې زياتره برخه د امريکې،جاپان او يورپي يونين ده او دا امداد د هغه لکونو افغانانو د مرستو لپاره مختص کړي شويدي کوم چې د افغانستان د معيشت خراب صورتحال او انساني بحران لوجې متاثره شويدي د اوچا ترجمان خبردارې ورکړېدے چې افغانستان د لوئي انساني بحران سره مخ دے او راتلونکي څو مياشتو کښې د دې ملک نيمه آبادي د خوراکي موادو د کمي ښکار کيدې شي