متحده قامونو د افغانستان زلزله متاثرينو لپاره د لس ملين ډالرو د مرستې اعلان کړېدے

متحده قامونو د افغانستان زلزله متاثرينو لپاره د لس ملين ډالرو د مرستې اعلان کړېدے،د متحده قامونو ايمرجنسي ريليف کوارډينيټر مارټن ګريفټس وائي چې دا مرستې به د متحده قامونو هنګامي فنډ په ذريعه خرچ کولې شي،برطانيې حکومت هم زلزله متاثرينوسره د دوه اعشاريه پنځه ملين پونډز مرستو فيصله کړيده
بشري مرستو لپاره د متحده قامونو د جنرل سيکټري مرستيال مارټن ګريفټس بيان ترمخه اوسنې زلزله د افغانانو لپاره بد ترين سانحه وه چې پکښې په سوؤنو خلک مړه،کورونه تباه او ماشومان د ودانو د ملبو لاندې شول بيان کښې زياته کړي شويده چې متحده قامونو د زلزلې متاثرينو لپاره په فوري توګه د لس ملين ډالرو د نغدو مرسته کوي ،دا رقم به د متحده قامونو هنګامي فنډ يواين سي اي آر ايف په ذريعه استعمالولې شي بلخوا د برطانيې خارجه وزير ليز تراس وئيلي دي چې حکومت د افغانستان زلزله متاثرينو لپاره د دوه اعشاريه پنځه ملين پونډز د مرستو فيصله کړيده تيره ورځ چين هم افغانستان سره په فوري توګه د اووه اعشاريه پنځه ملين ډالرو د بشري مرستو اعلان کړي وو