متحده قامونو نمائينده خصوصي دافغان شخړي ټولو فريقينو نه دروژي مياشتے کښي دجنګ بندۍ غوښتنه کړي

0
110

دافغانستان لپاره د متحده قامونو نمائينده خصوصي دافغان شخړي ټولو فريقينو ته بلنه ورکړي چې دروژي مبارکي مياشت په مذهبي درناوی کښي دجنګ بندۍ اعلان اوکړي
دافغانستان لپاره د متحده قامونو سيکرټري جنرل خصوصي نمائينده تاداميچي ياماموتو د رمضان المبارک مياشت په رارسيدو ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړي
د سيکرټري جنرل ځانګړی استازی خپل يو بيان کښي دافغان شخړي ټولو فريقينو ته بلنه ورکړي چه د روژي مبارکي مياشتي دوران دجګړې مخه ونيسي
نمائينده خصوصي خپل بيان کښي هيله څرګنده کړي چې د روژې مياشت به افغانستان کښي د ټولوبرادرۍ لپاره يو بهترين موقع وي چې يو بل ته نږدې شي او دزړونو ترمئينځه پلونه جوړ کړي
تاداميچي ياماموتو وائي چه زه د زړه د تل نه غواړم چه د جګړې فريقين د رمضان المبارک په مذهبي درناوی کښي د دې بختوري مياشت دوران د جنګ اعلان اوکړي