متحده قومى موومنټ پاکستان په سندهـ صوبه کښې ګورنر راج مطالبه کړې

متحده قومى موومنټ پاکستان په سندهـ  صوبه کښې ګورنر راج مطالبه کړې ،عامر خان وائي چې کراچۍ او پاکستان کمزوری کولو منظم سازش روان دی.پيپلز پارټۍ ناصر حسین شاه ایم کیو ایم مطالبې باندی ردعمل ورکړی وائي چې هغوي د کراچۍ خلقو په انتحابات کښی مسترد کړي،عامر خان د ګورنر راج لګولو خبرې سره د خپل ذهني پسماندګۍ ثبوت ورکړی .

متحده قومي موومنټ پاکستان غړي عامر خان او نورو کراچۍ کښی خبري ناستی په وخت سنده حکومت په کارکردګۍ سخت تنقید کړی دی.عامر خان ویلي چې کراچۍ او پاکستان کمزور کولو منظم سازش روان دی او دا چې په جعلي شناختي کار‌‌‌‌‌‌ډ څلوښت لاکھه ووټرز رجسټر‌‌‌‌‌‌ډ کړی شوي دي.عامر خان زیاته کړی چې پيپلز پارټۍ تل جعلسازي کړی او دا چې ایف آئي اے په دی اړه رپورټ هم جاري کړی دی.ایم کیو ایم پاکستان لخوا د ګورنر راج مطالبې ردعمل په جواب کښی پيپلز پارټۍ ناصر حسین شاه ویلي چې ایم کیو ایم ‌‌‌‌‌‌ډله د کراچۍ خلقو په عام انتحابات کښی مسترد کړی،عامر خان لخوا د ګورنر راج نفاذ خبره د هغه ذهني پسماندګۍ ثبوت دی،عامر خان دی د خپلو دماغو معاینه وکړي.ناصر حسین شاه زیاته کړی چې ایم کیو ایم ته د دوي ګناهونو سزا میلاویږي او دا چې ایم کیو ایم کراچۍ تباه کړی ولې مونږ د کراچۍ تل خدمت کړی دی.