محسن نقوي به د پنجاب نګران وزيراعلي وي

د پنجاب نګران وزيراعلي به محسن رضانقوي وي،د اليکشن کميشن اعلان،د چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کښې اهم اجلاس شوے چې پکښې د محسن نقوي په نوم باندي اتفاق شوے،د محسن نقوي نوم پنجاب کښې اپوزيشن تجويز کړے وو
د چيف اليکشن کمشنر په مشرۍ کښې په دے معامله باندې شاوخوا يوګهنټه اجلاس شوے چې پکښې د اليکشن کميشن ټولو ممبرانو،سيکټري اليکشن کميشن او د کميشن ډي جيز شرکت کړے وو اليکشن کميشن چې کله د محسن رضا نقوي په نوم باندي اتفاق اوکړو نو ورستو ئې د محسن رضا نقوي بطور نګران وزيراعلي پنجاب د تقررۍ نوټيفيکيشن هم جاري کړے شو واضحه دي وي چې د نګران وزيراعلي لپاره حکومت او اپوزيشن دوه دوه نومونه ورکړې وو، د حکومت يعنې د پي ټي آئي او ق ليګ لخوا احمد نواز سکهيرا او نويد اکرم چيمه نومونه تجويز کړے شوي وو ولې د اپوزيشن جماعتونو په خاصه توګه د مسلم ليګ او پيپلزپارټۍ لخوا د احد چيمه او محسن رضا نقوي نومونه تجويزشوي وو کله چې وزيراعلي پنجاب پرويزالهي او اپوزيشن ليډر حمزه شهباز په نومونو متفق نشول نو بيا معامله پارليماني کميټيانو ته لاړه ولې هلته پرې هم اتفاق اونشو نو ځکه د اليکشن کميشن سره د نن ماسخوتن لس بجو پورې وخت وو چې په يو نوم باندي فيصله اوکړي