محمد حفيظ چيئرمين پى سى بى ته د شکاياتو نه ډک يو خط ليکلې دې

0
45
محمد حفيظ چيئرمين پى سى بى ته د شکاياتو نه ډک يو خط ليکلې دې

د سياست نه پس کرکټ کښې هم د مجهے کيو نکالا آواز پورته شو ، سينټرل کنټريکټ کښې په لاندې تلو او ايشياء کپ لپاره سکواډ کښې ډراپ کيدو باندې پروفيسر محمد حفيظ چيئرمين پى سى بى ته د شکاياتو نه ډک يو خط ليکلې دې
اول په سينټرل کنټريکټ کښې لاندې تلل او بيا د ايشياء کپ لپاره سکواډ نه بهر کيدل د محفيظ نه برداشت نه شول ، پروفيسر حفيظ چيئرمين پاکستان کرکټ بورډ احسان مانى ته د شکايانو نه ډک يو خط ليکلې دې
خط کښې آل راؤنډر حفيظ چيئرمين پى سى بى ته ليکلى چې د هغه سره سليکشن کميټى او ټيم منيجمنټ زياتې کوى او مسلسل ئې نظرانداز کوى
خط کښې حفيظ چيئرمين احسان مانى ته اپيل کړې چې دا معامله دې په خپله اوګورى او آل راؤنډر ته دې مناسب موقع ورکړې شى ، که چرې کارکردګى ئې نه وى نو بيا دې ډراپ کړې شى
خط کښې حفيظ د ريټائرمنټ طرف ته هم اشاره ورکړى او وئيلى دى چې که سليکشن کميټى او ټيم منيجمنټ د هغه سره داسې زياتې کوى نو د هميشه لپاره به کرکټ پريګدم